Mohsin Publications انتشــارات محســن

Tuesday, January 08, 2019

اسلامي ریالیزم او مارکسیست فلسفه

«اسلامي ریالیزم او مارکسیست فلسفه» د ملګري ډاکتر غلام حسین فروتن ارزښتناکه اثر ده چې په هغه کې د مطهري، شریعتي او سروش جاهلانه او شډل فکرونه او مکروب خپرونه په ډیرې موشیګافۍ او غور سره نقد شوی او له دیالکتیک ماتریالیزم څخه پکې دفاع شوی ده. ددې کتاب هره کرښه د هغو مبارزانو په لاس کې چې د دین او مذهب خرافاتو پر وړاندې جنګیږي یوه پیاوړې وسله ده.

ملګري فروتن ته پرته له شکه د مقاومت او ودریدنې بیلګه ویلی شو چې په ډیرو ستونزمنو شرایطو کې یې د مارکسیزم بیرغ رپانده ساتلی او په کلکو قدمونو یې دې لارې ته دوام ورکړی او آن په ۸۰ کلنې او له هغې څخه یې پورته عمر کې هم له مبارزې څخه لاس وانخیست. ملګري یې وایی هغه یوه ورځ مخکې له مرګ څخه د «راتلونکې لار » لپاره په یوه لیکنه کار کاوه چې لومړۍ برخه یې مخکی خپره شوی وه.

ملګري فروتن چې هیڅکله واده نه وو کړی پرته له ارزښتناکه آثارو بل هیڅ شی ترینه په میراث ندي پاتي. د هغه مغز چې د علم او پوهې زیرمه وه تل د بیوزلو او خوارو خلکو په چوپړ کې وو. هغه کولای شو چې په هوساینه او مزو کې وخت تیر خو برعکس ټول ژوند یې په سختیو او کړاونو کې تیر شو خو خپلې لار او خلکو ته ژمن پاتې شو.

ملګری فروتن د ۱۹۹۸ کال د اګست په ۸مه په آلمان کې ومړ او د پرولتاریا له ستر رهبر انګلس څخه په الهام اخیستنې یې جسد وسوزاوه او ایرې یې په سمندر کې وشنیدلې.

د «محسن خپرندویه» ملګري ډاکټر غلام حسین ته د درناوي په پار او د راتلونکي نسل د فکر روښانه کولو او بنسټ‎پالې او ارتجاع کرغیړنو تبلیغات د له‎منځه وړلو په خاطر دغه اثر په پښتو وژباړه او د پي‎ډي‎ایف په بڼه یې خپروي.

محسن خپرندویه

۲۰۱۹ کال جنوري




download PDF file

Labels:

0 Comments:

Post a Comment

<< Home