Mohsin Publications انتشــارات محســن

Tuesday, July 13, 2021

«د مقاومت حماسه» د ملګرې اشرف دهقاني کتاب پښتو ژباړه

د «محسن خپرندويه» خوشاله ده چې د ملګرې اشرف دهقاني «مقاومت حماسه»، ارزښتناک او پوهه‌ورکوونکي کتاب پښتو ژباړې او چاپی او ډيجيټالي نسخې په خپرولو سره د افغانستان پښتوژبې خلکو ته د ايران کيڼ حماسي او ځلانده تاريخ په رسولو کې ونډه اخلي.

ددې اثر په ژباړې او خپرولو سره مو وغوښتل چې د فدايي چريکانو غورځنګ شهيدانو ته چې د سترو موخو لپاره یې خپل ځانونه قربان کړل خو مونږ ته یې د مقاومت او سرښندنې درس په میراث راپرېښود، د درناوي مراتب وړاندې کړو.

يواځې د حميد اشرف، مرضيه اسکويي، سعید سلطانپور، مسعود احمدزاده، پریدخت آیتی، امیرپرویز پویان، بیژن جزنی، بهروز دهقانی، علی اکبر صفایی فراهانی، مهرنوش ابراهیمی، صمد بهرنگی او... ملګرو له روحیې او پوهې او انقلابي ځانګړتياوو څخه په زده‌کولو او د هغوي پرتمېنه لاره د بیلګې په توګه ټاکلو سره کولای شو د خپل هيواد انقلابي غورځنګ ټپي وجود ته نوي ځواک ورګړو او افغانستان او بدمرغه ولس له ناورين او ويرونکې تراژیدۍ څخه وژغورو.



download PDF file

Labels:

0 Comments:

Post a Comment

<< Home