Mohsin Publications انتشــارات محســن

Saturday, April 15, 2023

کله راستنېږې ورور جانه؟

علی اشرف درویشیان د ۱۳۲۰ کال د وږي په ۳مه نیټه د کرمانشاه ښار، آبشوران سیمه کې په یوه کارګره کوردي کورنۍ کې وزېږېده. د بېوزلۍ له امله په ۱۲ کلنۍ کې کارګر شو. درویشیان خپلې لومړنۍ زده‎کړې په کرمانشاه او لوړې زده‎کړې د تهران پوهنتون کې پای ته ورسولې. د کرمانشاه او لویدیځ ګیلان په شاوخوا کلیو کې د ښوونکي دنده ترسره کړه.

کله چې درویشیان له جلال‎آل احمد، سیمین دانشور او امیرحسین عالم‎پور سره ملګری شوی له هغې وروسته یې د وړو کیسو په لیکول پیل وکړ. په خپلو کیسو کې د بیوزله خلکو ژوند انځوراوه او د هغه په وینا ټولو کیسو یې د هغو کلیوالو له ژوند څخه الهام اخیستی چېرې چې هغه د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.

درویشیان له صمد بهرنګي سره هم بلدتیا لرله او د هغه تر مرګ وروسته یې غوښتل چې لارې ته یې ادامه ورکړي. علی اشرف درویشیان په رئالیستي بڼه لیکوالي کوله او د صادق هدایت، بزرګ علوی، ارنست همینګوی، ګابریل ګارسیا مارکز او ویلیام فاکنری تر اغیز لاندی و.

درویشیان هم د پهلوی حکومت او هم د آخوندي رژیم پرمهال د سانسور لاندې و. هغه له ۱۳۵۰ کال څخه تر ۱۳۵۷ کال پورې د «له دې ولایت څخه» کتاب لیکلو او سیاسي کړنو په تور درې ځله بندي او په لیکلو یې بندیز ولګیده.

علی اشرف درویشیان د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۴مه له یواوږد رنځ وروسته د مغزي سکتې له امله ومړ. هغه ویلي و: «په پايله کې به د ويجاړونکو چړې زمونږ له وینې زنګ ووهي او د دار پړي به یې وراسته شي او لړزيدلي او ککړ لاسونه به یې ستړي شي. خو زمونږ د ملګرو ځلانده فکرونه به هر چېرې ريښې وځغلوي.» (ورېځې کلونه)

محسن خپرندویه




download PDF file

0 Comments:

Post a Comment

<< Home