Mohsin Publications انتشــارات محســن

Monday, June 19, 2023

فرزاد کمانګر، تلپاتی ښوونکی

څومره خوښ یم چې له هغه ښوونکي سره بلد شوم چې په لیکونو کې د آزادۍ غږ د ټولو په ژبه ده. فرزاد راته د خپلو ربړونو په اړه وویل او د کرمانشاه، سنندج او اوین په بندخونو کې د خپلو ربړونکو په اړه، او چې څرنګه یې مقاومت وکړ او ربړونکي یې پوزې ته راوستي و؛ او هغه مهال مې وکولای شول چې څومره ښه دا احساس کړم چې هغه دا درد په ښکلو ټکو په خپلو لیکونو کې لیکلی و. هغه لیکونه چې په مینه مې د هغه له خولې اوریدل.

پوهیدم چې علی حیدریان له کد سوران سره د اوین په زندان کې ده. علي مې له ۲۰۰۴ کال څخه چې په کوهستان کې وم پېژنده. د هغه پته مې له فرزاد څخه واخیستله. فرزاد وویل: علی په شپږم سالون کې ده. څومره مې غوښتل چې هغه وګورم. یوه ورځ پر خپل کټ په لوستلو بوخت وم چې د سالون له غږجګي )لوډ سپیکر( مې خپل نوم واورید، هادي امیني. کله چې له کوټې راووتم علی مې ولید.

جنګاور باهوز




download PDF file

0 Comments:

Post a Comment

<< Home