Mohsin Publications انتشــارات محســن

Saturday, April 15, 2023

د دین راتلونکی

اګوست ببل: (۱۸۴۰-۱۹۱۳) د آلمان د سوسیال دموکرات ګوند د ټولو د خوښې وړ او اغیزناک رهبرانو له ډلې څخه و. انګلس د هغه په اړه ویلي و چې هغه د آلمان ګوند تر ټولو وړ کس ده، هغه داسې کس ده چې هر وخت او په هر ډول شرایطو کې پرې ډاډ کولای شې.

ببل چې خپله کارګر او د یو ټیټ‎پوړي افسر ځوی و، د ویلیام لبکنخت تر اغیز لاندې مارکسیست شو او په کال ۱۸۶۷ کې کارګرانو هغه رایشتاګ (د آلمان پارلمان - ژباړونکی) ته نوماند کړ. که څه هم ببل د مارکس او انګلس له زده‎کړو پیروي کوله او د بورژوازي له ایډیالوژي سره یې کلک مخالفت درلوده، خو د کارګرې طبقې د خلاصون لپاره یې حقوقي لارو ته ارزښت ورکاوه. هغه د «ګوتا په یووالي کنګره» کې مارکسیستي دریځ و نه نیوه او همدا ددې لامل شو چې د لاسال کړنلاره پیاوړی شي. د آلمان په ګوند کې د آنارشیستي ګرایشاتو پر وړاندې مبارزه کې هغه د لبکنخت په څیر دې خبرې ته ارزښت ورنکړ. هغه له اپورتونیزم سره مخالفت وکړ خو له اپورتونیستانو څخه د ګوند پاکول یې درک نکړل.

د بیلګې په توګه هغه ته په روسیه کې د منشویکي اپورتونسیتانو پر وړاندې د بلشویکانو پریکنده مبارزه د منلو وړ نه وه. له دې ټولو سربیره د آلمان پرولتاریا او نړیوالې پرولتاریا ته د ببل خدمتونه د هیرولو نه دي.

لنین د ببل ارزونې په اړه په تاریخ کې ولیکل: «په ټولو هیوادونو کې د کارګرې طبقې تدارک او منظم‎کول د پرولتاریا د خلاصون لپاره د نړیوالې مبارزې په تکامل کې اړینه مرحله ده او هیڅوک نشو کولای د هغې ځلانده دورې په ځانګړنو او دندو ترسره کولو کې له ببل سره پرتله کړو. کارګر ببل دې وړتیا ته ورسیده چې د سوسیالیستي اعلي عقایدو پر لور خپله لار پرانیزي او د کارګرانو په پیاوړي رهبر او دپانګوالۍ نظام څخه د کارګرانو د خلاصون او یو ښه ټولنیز نظام په راوستلو مبارزه کې د هغوي په استازي او ګډونوال بدل شو.»

د «دین راتلونکی» د اګوست ببل د «راتلونکي ټولنې» کتاب د څلورمې برخې ژباړه ده.

محسن خپرندویه




download PDF file

0 Comments:

Post a Comment

<< Home