د ینان به ادبي او هنري محفل کې ویناوې
په داسې شرایطو کې چې زموږ د هېواد هنر او ادب د نیواک او ارتجاع په مردارۍ او د ځانپلورونکو او مفسدو روڼاندو له کرکې ډکو آثارو لړل شول او د غدارانو، جنایتکارانو او د هغوی د امپریالیستي بادارانو په چوپړ کې دی. په داسې شرایطو کې چې اکثره هنرمندان او شاعران د دې پر ځای چې د ولس درد او کړاو بیان کړي، د وطن پلورونکو او مافیایي مشرانو لاسونه ښکلوي او د ولس وینه د هغوی له سرونو څټي؛ په داسې حال کې چې زموږ ټولنه آګاهيورکوونکو او انقلابي شعرونو او سندرو ته سخته اړتیا لري، خو د سمیع حامد په څېر «اسهالیان» د «پوسټ مډرنیست» چټیات وړاندې کوي؛ په داسې شرایطو کې چې زمونږ هنر او ادب او د ټولنې ټوله مخبنا طالباني، ککړه او د ساهبندۍ حالت ته رسیدلې، موږ یو «کلتوري پوځ» ته اړتیا لرو، مګر دا پوځ به هغه وخت اغیزمن وي چې په هغه انقلابي پوهه او لاره سمبال شي چې ملګري مائوتسهدون د ولس په ژبه د هغې فورمولبندي کړې ده.
زموږ په تيارو کې د ډوبې شوې ټولنې د اړتياو په درک کولو سره «محسن خپرندويه» دا اړینه وګڼله چې د «ينان په ادبي او هنري محفل کې ویناوې» بيا ټايپ او خپره کړي، تر څو ځوان او ژمن شاعران او ليکوالان د هغې په رڼا کې خپله لاره پيدا او «د توري په څیر» آثار وړاندې کړي، چې زموږ په ټولنه کې یې ځای له بده مرغه ډېر خالي دی.
محسن خپرندویه
0 Comments:
Post a Comment
<< Home