Mohsin Publications انتشــارات محســن

Monday, September 25, 2023

ولادیمیر ایلیچ لنین

ولادیمیر د کارګرانو ملګری و. موخه یې دا وه چې په هېواد کې د حکومت بڼه بدله کړي. غوښتل یې داسې یو کار وکړي چې هر زیارکښ ښه ژوند ولري او ټول عمر یې په همدې لاره کې مبارزه وکړه. ولادیمیر لومړی ټول هغه کسان راټول کړل چې د زیارکښانو ملاتړي ول او وروسته یې ګوند جوړ کړ.

کارګرانو لنین سره مینه لرله خو ځمکه‌وال او پانګه‌وال د هغه دښمنان ول. د شاه پولیسو هغه نیولو، بندي کولو یې، او سایبریا ته یې تبعیدولو او غوښتل یې چې د عمر تر پایه په زندان کې وي. له همدې امله لنین له روسیې څخه بهر کډوال شو. له هغه ځایه یې کارګرانو ته کتاب لیکلو چې څه باید وکړي. وروسته له هغې چې کارګرانو پاڅون وکړ هېواد ته راستون شو ترڅو د هغوی مبارزه رهبري کړي.



download PDF file

0 Comments:

Post a Comment

<< Home