Mohsin Publications انتشــارات محســن

Friday, August 25, 2023

فلسفه د ځوانانو لپاره

ماده یو عیني واقعیت ده. یعني مونږ هغه د پنځه‎ګونو حواسو (لامسه حس، د لیدو حس، د خوند حس، د اوریدو حس او بوی حس) په واسطه درک کولای شو. له همدې کبله هغه زمونږ له ذهن نه بهر شتون لري او خوب او سوچ نده.

مخکې له دې چې هیر مې شي یو شی درته وایم او هغه دا چې هیڅ شی د تل لپاره نشي کولای خپله ظاهري بڼه وساتي. آن که یو شی میلیاردونو کاله ژوند وکړي، بیا هم باید خپلې بڼې ته بدلون ورکړي او په یو نوي شي بدل شي. دا هم باید ووایم چې یو وخت داسې فکر ونکړئ چې ماده پیل او پای لري. نه؛ هیڅکله داسې نده. ماده تل وه او تل به وي. هیڅکله به له منځه ولاړه نشي. یعني په بې‎پایه زمان کې ده او په بله وینا، پیل او پای نه لري.

محسن خپرندویه




download PDF file

0 Comments:

Post a Comment

<< Home