د واورې د دانې کیسه
یوه واورینه ورځ د کړکۍ تر څنګ ولاړ وم او بهر مې کتل. د واورې دانې په نڅا سره راتللې او په هر څه کیناستلې. د ونې په ښاخو، په پاڼو، په دیوال، په کوزې او په هر څه. یوه غټه دانه د کړکۍ خواته راروانه وه. لاس مې له کړکۍ بهر کړو او د واورې دانې لاندې مې ونیولو. دانه ورو زما د لاس په ورغوي کېناسته. څومر ښایسته او پاکه وه! څومره ښه بڼه او منظمې څوکې یې لرلې! ځان سره مې وویل: کاش د واورې دې دانې ژبه لرلای او خپله کېسه یې راته ویلی وای!
په همدې وخت کې د واورې دانې غږ وکړ او وې ویل: که غواړې زما پر کیسه وپوهېږې، نو غوږ شه چې درته یې ووایم: زه څو میاشتې مخکې د اوبو یو څاڅکی وم. د حزر په سیند کې وم. له نورو میلیاردونو څاڅکو سره اخوا او دیخوا تللم او ورځ مې تېروله. د اوړې په یوه ورځ د سیند پر مخ ګرځېدم. تود لمر لګېدو. زه توده شوم او په بخار بدله شوم.
0 Comments:
Post a Comment
<< Home