Mohsin Publications انتشــارات محســن

Saturday, March 25, 2023

دانسان سمې ايدې له کومه سرچېنه اخلي؟

د انسان سمې ایدې له کومه سرچېنه اخلي؟ آیا له آسمانه رانازلېږي؟ نه. آیا هغه د انسان د مغزو ذاتي ځانګړتیاوې دي؟ بیا هم نه. د انسان سمې ایدې یوازې له ټولنیز پراتیک څخه سرچېنه اخلي. یانې له دغو درې ډوله ټولنیزو پراتیکونو څخه: تولیدي مبارزه، طبقاتي مبارزه او آزمایښتي آزموینې. د انسان ټولنیز شتونوالی د هغه د فکر ټاکونکی دی.

سمې ایدې، چې د پرمخ تللې طبقې له ځانګړنې څخه دي، ماذې دا چې پرګنو هغه زده کړې، د ټولنې او نړۍ د بدلولو لپاره به په مادي ځواک بدلې شي. انسانان د خپل ټولنیز پراتیک په لړ کې په ډولاډول مبارزاتو کې برخه اخلي او له بریاوو او ماتو څخه پرېمانه تجربې ترلاسه کوي.

د بهرنۍ عیني نړۍ بې شمېره پدیدې د پنځګوني حواس غړو – سترګو، غوږونو، پوزې، ژبې او د پوټکي - په وزله (وسیله) د انسان مغزو ته آزانګه (انعکاس) مومي، چې په پیل کې یوازې حسي پېژندنه په لاس راکوي. د حسي ادراک کافي مالوماتو په راغونډېدو سره یو غورځنګ رامنځ ته کېږي او حسي پېژندنه په تعقلي یانې په ایدې بدلېږي. دا د پېژندنې یوه پروسه ده.

مائوتسه دون




download PDF file

Labels:

د کتاب پرستۍ پر ضد

تا په کومی مسئلې کې څیړنه کړې نه ده، نو ته د دې حق له لاسه ورکوې، چې د هغې په اړه وغږېږې. آیا دا ډېر ظالمانه نه دی؟ نه، په هېڅ ډول! کله، چې تا د مسئلې اوسنۍ وضعې او تیر تاریخ په هکله څېړلي نه دي، نه پوهېږې، چې حقیقت څه دی، بیا نو ښکاره ده، چې ته کله د دې مسئلې په هکله خبرې وکړې، پرته له چټیاتو څخه به بل څه و نه وایې.

څرګنده ده، چې څوک په خوشو خبرو هېڅ ستونزه حلولای نشي. نو ولې بیا بې انصافي ده، چې له تا څخه په دې برخه کې د خبرو حق اخیستل کېږي؟ ډېر ملګري ټوله ورځ په تړلو سترګو باټې ولي. دا د یوه کمونیست لپاره ننګ دی. څنګه کېدای شي یو کمونیست سترګې د حقیقت پر مخ پټې او د هغه پر ځای خوله په لاپو خلاصه کړي؟

مائوتسه دون




download PDF file

Labels: