Mohsin Publications انتشــارات محســن

Wednesday, January 24, 2024

زر سترګې توره ورېځ

و نه و. یوه ورځ آغلی لمر په کراره کراره شین آسمان کې ګرځېده او خپلې زرینې وړانګې یې پر ځمکه خپرې کړې وې. دنګو غرونو له لیری خپل سپین سر د لمر په غېږه کې ایښی و او ځلېدل. ونې او بوټي هم د لمر وړانګو ته خوښ وو.

د هوسۍ کوچني بچیانو هم په وښو او چمن کې منډې وهلې او پټ-پټکانی یې کولو. د هوسۍ یو بچی چې ډیر هوښیار او چالاک و غوښتل یې داسی ځای کې پټ شي چې څوک یې پیدا نکړي. همداسې روان و، او روان و چې ناڅاپي ترېنه ملګري ورک شول. هر څومره یې چې اخوا دېخوا وکتل څوک یې ونه لیدل. اړ شو د یو لیری پروت بڼ په لور ولاړ شي.



download PDF file