Mohsin Publications انتشــارات محســن

Tuesday, July 16, 2024

وروستۍ خبرې

مونږ تاسو سره خبرې کوو ځکه تاسو د «تایاد» مشره یاست .له تاسو څخه غواړو هر څه چې اورئ په خپله مجله کې خپاره کړئ. له آپارتمان څخه بهر شئ او دغې شمېرې.... سره اړیکه ونیسئ. خپل تیلفون بوخت مه ساتئ. آیا د «سنیان» په اړه مو څه اورېدلي دي؟ د هغه په اړه وپوښتئ. خبرونه واورئ. کوښښ وکړئ یو څه پیدا کړئ... یوه شېبه صبر وکړئ. بیا یې وایم. زمونږ کور محاصره شوی دی. ټول لاسوندونه آن خپل پاسپورټونو مو سوځولي دي. ډیر ژر به ډزې پیل شي. مونږ به وجنګېږو. مونږ غواړو د خپلو ملګرو «حمایت» او «اولجي» په څیر په آپارتمانونو او واټونو کې، او د خپلو ملګرو په څير د «مالاتیا» په غرونو کې په خندانه خوله ومرو.

مونږ غواړو دلته د «دفسول» د پرتمینو جنګیالیو په څیر وجنګېږو. مونږ غواړو تاسو دا خبرې د خپلې مجلې له لارې د نړۍ خلکو ته ورسوئ. هر هغه څه چې همدا اوس اورئ باید یو یو ټکی ثبت او راپور یې خپور کړئ. مونږ غواړو د جولای ۱۲ مې شهیدانو تر څنګ ښخ شو.



download PDF file

کمونیزم څه دی؟

«کمون» د بشري ټولنې لومړنۍ بڼه ده. په ډې ټولنه کې ټول انسانان پرته له چې نر ده که ښځه، ځوان ده که زوړ، په ټولیز ډول یې ژوند کاوه، په ټولیز ډول ښکار ته تلل او څاروي به یې ښکار کول، میوه به یې راټولوله او یا به یې کرکیله کوله... او هر څه به یې چې لاسته راوړل یوځای به یې خوړل. که ډوډۍ یا خواړه یې موندل ټولو به خوړل او که نه ول هیچا نه خوړل. ټولو یو شان ژوند کولو او د تولید اوزار او طبیعت د هیچا په مالکیت کې نه و. په پایله کې، نه بیوزله شتون درلوده او نه شتمن. نه دوکه وه، نه زبېښاک او نه یو انسان د بل انسان له خولو او وینو ژوند کاوه او نه درواغ و او نه....

بشر تل غوښتل چې یوه روځ داسې راشي چې نه غل وي او نه ناتار، نه جنایت وي او نه زبیښاک او ښکیلاک. نور انسان د بل انسان وینو ته تږی نه وي، هیڅ ولږه نه وي، جګړه نه وي، ټول یو بل سره مینه ولري، ټول په مینه او محبت د یو بل ترڅنګ ژوند وکړي، له ژوند څخه خوند واخلي، خپل استعدادونه په کار واچوي او یوشان د ورونو او خویندو په څیر او آزاد ژوند وګړي.



download PDF file