انتقاد از خود، جستن حقیقت است نه آبروریزی و نه کسب وجهه
قسمتی از سخنرانی ارائهشده در هفتمین کنگره ملی حزب. رفیق چن یون در اولین نشست عمومی کمیته مرکزی حزب کمونیست چین، که در ۱۹ جون ۱۹۴۵ برگزار شد، بار دیگر به عنوان عضو دفتر سیاسی کمیته مرکزی انتخاب شد. در ماه اگست همان سال، او به عنوان عضو علیالبدل بیروی کمیته مرکزی حزب منصوب شد.
این اثر پرارزش رفیق چن یون سالها قبل زیر عنوان «انتقاد از خود آبروریزی نیست» با اندکی تلخیص ترجمه و مشمول مواد اصلی آموزشی «سازمان رهایی افعانستان» بود که اینک بر اساس جلد اول «منتخب آثار چن یون » متن کامل و نسبتا دقیقتر آن ارایه میشود تا کماکان مورد استفاده رفقا باشد.
ګوندي او تشکیلاتي اړوند ځینې اصطلاحات

که څه هم زموږ سازمان د روسانو ضد د مقاومت د جګړې په ډېر سختو شرایطو کې ښکېل دی، او که څه هم زموږ ملګري په جبهاتو او نورو ځایونو کې د مذهبي فاشیستانو له خوا څار او ترور سره مخامخ دي، بیا هم د مارکسیزم ـ لنینیزم په اړه زموږ زدهکړه او د پوهاوي لوړول داسې یو کار دی چې هېڅکله او په هېڅ حالت کې نه هېرېدای او نه پرېښودلای شو.
دا جزوه به ملګرو ته په ځانګړې توګه د ډېرو هغو مفاهیمو د روښانه کولو په برخه کې مرسته وکړي چې مستقیم یا په یوه ډول له ګوندیزو او تشکیلاتي مسایلو سره تړلي دي. خو د څو مهمو ټکو یادونه ضروري ده:
د اصطلاحاتو تشریح ډېری وخت ډېره رالنډه شوې او لږ وضاحت ورکړل شوي، له همدې امله ښايي په ځینو برخو کې د یوې اصطلاح بشپړ درک اسانه نه وي. له دې امله ښه ده چې ملګري موضوعات په سرسري توګه پرې نه ږدي، بلکې د پوښتنو په مطرح کولو او یادښتولو سره هڅه وکړي چې اصطلاحات ژوره توګه درک کړي.
لکه څنګه چې په متن کې هم یادونه شوې، د یوه مارکسیسټي ګوند او سازمان تشکیلاتي مسایل د هر هېواد د تاریخي او ټولنیزو شرایطو له مخې توپیر لري او ځینې ځانګړتیاوې لري. د ګوندونو او خپل سازمان د تشکیلاتي مسایلو ارزونه باید د همدې لیدلوري له مخې وشي، څو زموږ بحثونه او پایلې له واقعیت څخه لرې پاتې نه شي.
که څه هم هڅه شوې چې تر ټولو ډېر تشکیلاتي اصطلاحات راټول شي، بیا هم یوازې د ملګرو د نیوکو او یادونو له لارې کېدای شي دا جزوه په راتلونکي کې لا بډایه او بشپړه خپره شي.
