اسلامي ریالیزم او مارکسیست فلسفه
ملګري فروتن ته پرته له شکه د مقاومت او ودریدنې بیلګه ویلی شو چې په ډیرو ستونزمنو شرایطو کې یې د مارکسیزم بیرغ رپانده ساتلی او په کلکو قدمونو یې دې لارې ته دوام ورکړی او آن په ۸۰ کلنې او له هغې څخه یې پورته عمر کې هم له مبارزې څخه لاس وانخیست. ملګري یې وایی هغه یوه ورځ مخکې له مرګ څخه د «راتلونکې لار » لپاره په یوه لیکنه کار کاوه چې لومړۍ برخه یې مخکی خپره شوی وه.
ملګري فروتن چې هیڅکله واده نه وو کړی پرته له ارزښتناکه آثارو بل هیڅ شی ترینه په میراث ندي پاتي. د هغه مغز چې د علم او پوهې زیرمه وه تل د بیوزلو او خوارو خلکو په چوپړ کې وو. هغه کولای شو چې په هوساینه او مزو کې وخت تیر خو برعکس ټول ژوند یې په سختیو او کړاونو کې تیر شو خو خپلې لار او خلکو ته ژمن پاتې شو.
ملګری فروتن د ۱۹۹۸ کال د اګست په ۸مه په آلمان کې ومړ او د پرولتاریا له ستر رهبر انګلس څخه په الهام اخیستنې یې جسد وسوزاوه او ایرې یې په سمندر کې وشنیدلې.
د «محسن خپرندویه» ملګري ډاکټر غلام حسین ته د درناوي په پار او د راتلونکي نسل د فکر روښانه کولو او بنسټپالې او ارتجاع کرغیړنو تبلیغات د لهمنځه وړلو په خاطر دغه اثر په پښتو وژباړه او د پيډيایف په بڼه یې خپروي.
محسن خپرندویه
۲۰۱۹ کال جنوري
Labels: پشتو