د نوې دموکراسۍ په اړه
مونږ غواړو د چین د ولس د نوي فرهنګ بنسټ کېږدو، خو دغه نوی فرهنګ باید څه ډول یو فرهنګ وي؟
یو ټاکلی فرهنګ (چې په ایډیالوژیکي توګه په پام کې نیول کېږي) د یوې ټاکلې ټولنې د سیاست او اقتصاد آزانګ (انعکاس) دی، او دغه فرهنګ په خپل وار په سیاست او اقتصاد لوی اغیز او نفوذ لري؛ اقتصاد بنسټ جوړوی، پداسي حال کې چې سیاست د اقتصاد لنډ بیان دی. دغه له یوې خوا د فرهنګ او بلې خوا سیاست او اقتصاد تر منځ اړیکو او برسېره پر دې د سیاست او اقتصاد تر منځ اړیکو په اړوند زمونږ بنسټیز نظر دی.
په دې توګه فرهنګ په یوې ټاکلې بڼه لومړۍ د سیاست او اقتصاد په وسیله یوه ټاکلې بڼه مومي او یواځې هغه وخت دی، چې په سیاست او اقتصاد اغیز او نفوذ اچوي.
مائوتسه دون
د دین راتلونکی
اګوست ببل: (۱۸۴۰-۱۹۱۳) د آلمان د سوسیال دموکرات ګوند د ټولو د خوښې وړ او اغیزناک رهبرانو له ډلې څخه و. انګلس د هغه په اړه ویلي و چې هغه د آلمان ګوند تر ټولو وړ کس ده، هغه داسې کس ده چې هر وخت او په هر ډول شرایطو کې پرې ډاډ کولای شې.
ببل چې خپله کارګر او د یو ټیټپوړي افسر ځوی و، د ویلیام لبکنخت تر اغیز لاندې مارکسیست شو او په کال ۱۸۶۷ کې کارګرانو هغه رایشتاګ (د آلمان پارلمان - ژباړونکی) ته نوماند کړ. که څه هم ببل د مارکس او انګلس له زدهکړو پیروي کوله او د بورژوازي له ایډیالوژي سره یې کلک مخالفت درلوده، خو د کارګرې طبقې د خلاصون لپاره یې حقوقي لارو ته ارزښت ورکاوه. هغه د «ګوتا په یووالي کنګره» کې مارکسیستي دریځ و نه نیوه او همدا ددې لامل شو چې د لاسال کړنلاره پیاوړی شي. د آلمان په ګوند کې د آنارشیستي ګرایشاتو پر وړاندې مبارزه کې هغه د لبکنخت په څیر دې خبرې ته ارزښت ورنکړ. هغه له اپورتونیزم سره مخالفت وکړ خو له اپورتونیستانو څخه د ګوند پاکول یې درک نکړل.
د بیلګې په توګه هغه ته په روسیه کې د منشویکي اپورتونسیتانو پر وړاندې د بلشویکانو پریکنده مبارزه د منلو وړ نه وه. له دې ټولو سربیره د آلمان پرولتاریا او نړیوالې پرولتاریا ته د ببل خدمتونه د هیرولو نه دي.
لنین د ببل ارزونې په اړه په تاریخ کې ولیکل: «په ټولو هیوادونو کې د کارګرې طبقې تدارک او منظمکول د پرولتاریا د خلاصون لپاره د نړیوالې مبارزې په تکامل کې اړینه مرحله ده او هیڅوک نشو کولای د هغې ځلانده دورې په ځانګړنو او دندو ترسره کولو کې له ببل سره پرتله کړو. کارګر ببل دې وړتیا ته ورسیده چې د سوسیالیستي اعلي عقایدو پر لور خپله لار پرانیزي او د کارګرانو په پیاوړي رهبر او دپانګوالۍ نظام څخه د کارګرانو د خلاصون او یو ښه ټولنیز نظام په راوستلو مبارزه کې د هغوي په استازي او ګډونوال بدل شو.»
د «دین راتلونکی» د اګوست ببل د «راتلونکي ټولنې» کتاب د څلورمې برخې ژباړه ده.
محسن خپرندویه
کله راستنېږې ورور جانه؟
علی اشرف درویشیان د ۱۳۲۰ کال د وږي په ۳مه نیټه د کرمانشاه ښار، آبشوران سیمه کې په یوه کارګره کوردي کورنۍ کې وزېږېده. د بېوزلۍ له امله په ۱۲ کلنۍ کې کارګر شو. درویشیان خپلې لومړنۍ زدهکړې په کرمانشاه او لوړې زدهکړې د تهران پوهنتون کې پای ته ورسولې. د کرمانشاه او لویدیځ ګیلان په شاوخوا کلیو کې د ښوونکي دنده ترسره کړه.
کله چې درویشیان له جلالآل احمد، سیمین دانشور او امیرحسین عالمپور سره ملګری شوی له هغې وروسته یې د وړو کیسو په لیکول پیل وکړ. په خپلو کیسو کې د بیوزله خلکو ژوند انځوراوه او د هغه په وینا ټولو کیسو یې د هغو کلیوالو له ژوند څخه الهام اخیستی چېرې چې هغه د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.
درویشیان له صمد بهرنګي سره هم بلدتیا لرله او د هغه تر مرګ وروسته یې غوښتل چې لارې ته یې ادامه ورکړي. علی اشرف درویشیان په رئالیستي بڼه لیکوالي کوله او د صادق هدایت، بزرګ علوی، ارنست همینګوی، ګابریل ګارسیا مارکز او ویلیام فاکنری تر اغیز لاندی و.
درویشیان هم د پهلوی حکومت او هم د آخوندي رژیم پرمهال د سانسور لاندې و. هغه له ۱۳۵۰ کال څخه تر ۱۳۵۷ کال پورې د «له دې ولایت څخه» کتاب لیکلو او سیاسي کړنو په تور درې ځله بندي او په لیکلو یې بندیز ولګیده.
علی اشرف درویشیان د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۴مه له یواوږد رنځ وروسته د مغزي سکتې له امله ومړ. هغه ویلي و: «په پايله کې به د ويجاړونکو چړې زمونږ له وینې زنګ ووهي او د دار پړي به یې وراسته شي او لړزيدلي او ککړ لاسونه به یې ستړي شي. خو زمونږ د ملګرو ځلانده فکرونه به هر چېرې ريښې وځغلوي.» (ورېځې کلونه)
محسن خپرندویه
د افغانستان د پنځه لسېزو لنــډ تـاریـخ
د افغانستان د پنځه لسیزو لنډ تاریخ، د هغو ځوانانو لپاره را لنډ شوی کتاب دی چې د هېواد مهمو پېښو څخه په ځانګړې توګه د ۱۳۵۷ کال د غويي اوومې کرغیړنې کوتاد څخه را پديخوا بېخبره دی.
په دې کتاب کې اماني دورې او د افغانستان مشروطهغوښتونکو مبارزو ته لنډه کتنه شوې ده او ورپسې د هېوادپلورونکو خلقیانو او پرچمیانو واکمنۍ او د شوري یرغل، د روسې ضد مقاومت او د تنظیمونو او مرتجع بنسټپالو خاینانه کړنو او د ځناورخویه طالبانو راتګ او د امریکا او ناټو له لوري د افغانستان نیواک په اړه تشریحات ورکړل شوي دي. ورسره په دې پېښو کې ښکیل څېرو انځورونه هم راوړل شوي دي.
محسن خپرندویه