Saturday, October 24, 2026
Tuesday, June 17, 2025
انتقاد از خود، جستن حقیقت است نه آبروریزی و نه کسب وجهه
این اثر پرارزش رفیق چن یون سالها قبل زیر عنوان «انتقاد از خود آبروریزی نیست» با اندکی تلخیص ترجمه و مشمول مواد اصلی آموزشی «سازمان رهایی افعانستان» بود که اینک بر اساس جلد اول «منتخب آثار چن یون » متن کامل و نسبتا دقیقتر آن ارایه میشود تا کماکان مورد استفاده رفقا باشد.
Thursday, June 05, 2025
ګوندي او تشکیلاتي اړوند ځینې اصطلاحات
دا جزوه به ملګرو ته په ځانګړې توګه د ډېرو هغو مفاهیمو د روښانه کولو په برخه کې مرسته وکړي چې مستقیم یا په یوه ډول له ګوندیزو او تشکیلاتي مسایلو سره تړلي دي. خو د څو مهمو ټکو یادونه ضروري ده: د اصطلاحاتو تشریح ډېری وخت ډېره رالنډه شوې او لږ وضاحت ورکړل شوي، له همدې امله ښايي په ځینو برخو کې د یوې اصطلاح بشپړ درک اسانه نه وي. له دې امله ښه ده چې ملګري موضوعات په سرسري توګه پرې نه ږدي، بلکې د پوښتنو په مطرح کولو او یادښتولو سره هڅه وکړي چې اصطلاحات ژوره توګه درک کړي.
لکه څنګه چې په متن کې هم یادونه شوې، د یوه مارکسیسټي ګوند او سازمان تشکیلاتي مسایل د هر هېواد د تاریخي او ټولنیزو شرایطو له مخې توپیر لري او ځینې ځانګړتیاوې لري. د ګوندونو او خپل سازمان د تشکیلاتي مسایلو ارزونه باید د همدې لیدلوري له مخې وشي، څو زموږ بحثونه او پایلې له واقعیت څخه لرې پاتې نه شي.
که څه هم هڅه شوې چې تر ټولو ډېر تشکیلاتي اصطلاحات راټول شي، بیا هم یوازې د ملګرو د نیوکو او یادونو له لارې کېدای شي دا جزوه په راتلونکي کې لا بډایه او بشپړه خپره شي.
Thursday, March 13, 2025
به تمام اعضا و طرفداران سازمان
رفقا! در این شرایط حساس و دشوار انقلاب، وظایف ما بیشتر از هر موقع سنگین و بزرگ میباشد. فقدان رهبری سالم و واحد برای تودههای بپاخاسته ما مهمترین کمبود را در اوضاع کنونی انقلاب ما میسازد، کمبودی که فقط با ایجاد حزب سیاسی پرولتاریا میتواند جبران شود.
Tuesday, July 16, 2024
وروستۍ خبرې
مونږ غواړو دلته د «دفسول» د پرتمینو جنګیالیو په څیر وجنګېږو. مونږ غواړو تاسو دا خبرې د خپلې مجلې له لارې د نړۍ خلکو ته ورسوئ. هر هغه څه چې همدا اوس اورئ باید یو یو ټکی ثبت او راپور یې خپور کړئ. مونږ غواړو د جولای ۱۲ مې شهیدانو تر څنګ ښخ شو.
کمونیزم څه دی؟
بشر تل غوښتل چې یوه روځ داسې راشي چې نه غل وي او نه ناتار، نه جنایت وي او نه زبیښاک او ښکیلاک. نور انسان د بل انسان وینو ته تږی نه وي، هیڅ ولږه نه وي، جګړه نه وي، ټول یو بل سره مینه ولري، ټول په مینه او محبت د یو بل ترڅنګ ژوند وکړي، له ژوند څخه خوند واخلي، خپل استعدادونه په کار واچوي او یوشان د ورونو او خویندو په څیر او آزاد ژوند وګړي.
Wednesday, January 24, 2024
زر سترګې توره ورېځ
د هوسۍ کوچني بچیانو هم په وښو او چمن کې منډې وهلې او پټ-پټکانی یې کولو. د هوسۍ یو بچی چې ډیر هوښیار او چالاک و غوښتل یې داسی ځای کې پټ شي چې څوک یې پیدا نکړي. همداسې روان و، او روان و چې ناڅاپي ترېنه ملګري ورک شول. هر څومره یې چې اخوا دېخوا وکتل څوک یې ونه لیدل. اړ شو د یو لیری پروت بڼ په لور ولاړ شي.
Wednesday, December 13, 2023
تاریخ مختصر پنج دهه افغانستان
Friday, November 10, 2023
د واورې د دانې کیسه
په همدې وخت کې د واورې دانې غږ وکړ او وې ویل: که غواړې زما پر کیسه وپوهېږې، نو غوږ شه چې درته یې ووایم: زه څو میاشتې مخکې د اوبو یو څاڅکی وم. د حزر په سیند کې وم. له نورو میلیاردونو څاڅکو سره اخوا او دیخوا تللم او ورځ مې تېروله. د اوړې په یوه ورځ د سیند پر مخ ګرځېدم. تود لمر لګېدو. زه توده شوم او په بخار بدله شوم.
وظايف سوسيا ل دموکرا تهای روسيه
دستنویس اصلی جزوه تا امرزو یافت نشده، اما کاپیای از آن به دست ناشناسی وجود دارد. در ۱۹۰۲ ویرایش دومی از آن در جینوا و در ۱۹۰۵ چاپ سوم آن و هر کدام با مقدمهای به قلم ولادیمیر ایلیچ لنین از چاپ برآمد. جزوه در مجموعه دوازده سال نیز در نوامبر ۱۹۰۷ منتشر شده.
انتشارات محسن
Monday, September 25, 2023
ولادیمیر ایلیچ لنین
کارگران لنین را دوست داشتند ولی زمینداران و سرمایهداران دشمن او بودند. پلیس شاه او را دستگیر میکرد، به زندان میانداخت، به ناحیه یخبندان سیبری تبعیدش میکرد و میخواست تا آخر عمر او را در زندان نگهدارد. به همین علت لنین به خارج از روسیه مهاجرت کرد. از آنجا برای کارگران کتاب مینوشت که چه باید بکنند. پس از آن که کارگران قیام کردند به وطن بازگشت تا مبارزه آنها را رهبری کند.
ولادیمیر ایلیچ لنین
کارګرانو لنین سره مینه لرله خو ځمکهوال او پانګهوال د هغه دښمنان ول. د شاه پولیسو هغه نیولو، بندي کولو یې، او سایبریا ته یې تبعیدولو او غوښتل یې چې د عمر تر پایه په زندان کې وي. له همدې امله لنین له روسیې څخه بهر کډوال شو. له هغه ځایه یې کارګرانو ته کتاب لیکلو چې څه باید وکړي. وروسته له هغې چې کارګرانو پاڅون وکړ هېواد ته راستون شو ترڅو د هغوی مبارزه رهبري کړي.
Thursday, September 21, 2023
سوسیالیزم د ماشومانو لپاره
وايي ټول باید کور ولري او ټول باید ښوونځي ته ولاړ شي . اوس شاید درته پوښتنه پیدا شي چې که ټول کور ولري او ټول ښوونځي ولاړ شي نو حوض او هالڼد ته تګ څنګه کېږي؟
که ټول سره یو برابر شي بیا هم د لمبا حوض او آس ځغاستې ته تللای شو؟
سوسیالیزم وايي:
هو
خو آس ځغاسته او حوض ته تګ باید د ټولو لپاره وي نه دا چې یو په کور کې حوض ولري او بل ونشي کولای کال کې یو ځل خپل مور او پلار سره شمالي ته د لمبا لپاره ولاړ شي.
سوسیالیزم د ماشومانو لپاره
Monday, September 11, 2023
در باره مسئله زن
سازمان رهایی افغانستان
Friday, August 25, 2023
فلسفه د ځوانانو لپاره
مخکې له دې چې هیر مې شي یو شی درته وایم او هغه دا چې هیڅ شی د تل لپاره نشي کولای خپله ظاهري بڼه وساتي. آن که یو شی میلیاردونو کاله ژوند وکړي، بیا هم باید خپلې بڼې ته بدلون ورکړي او په یو نوي شي بدل شي. دا هم باید ووایم چې یو وخت داسې فکر ونکړئ چې ماده پیل او پای لري. نه؛ هیڅکله داسې نده. ماده تل وه او تل به وي. هیڅکله به له منځه ولاړه نشي. یعني په بېپایه زمان کې ده او په بله وینا، پیل او پای نه لري.
محسن خپرندویه
Sunday, August 20, 2023
د ینان به ادبي او هنري محفل کې ویناوې
زموږ په تيارو کې د ډوبې شوې ټولنې د اړتياو په درک کولو سره «محسن خپرندويه» دا اړینه وګڼله چې د «ينان په ادبي او هنري محفل کې ویناوې» بيا ټايپ او خپره کړي، تر څو ځوان او ژمن شاعران او ليکوالان د هغې په رڼا کې خپله لاره پيدا او «د توري په څیر» آثار وړاندې کړي، چې زموږ په ټولنه کې یې ځای له بده مرغه ډېر خالي دی.
محسن خپرندویه
Saturday, August 19, 2023
سخنرانیها در محفل ادبی و هنری ینان
با درک نیازمندی جامعه فرورفته در تاریکی ما، «انتشارات محسن» بازتایپ و نشر «سخنرانیها در محفل و ادبی و هنری ینان» را لازمی دانست تا شاعران و نویسندگان جوان و متعهد در پرتو آن راه شان را بیابند و آثار «خنجرگون» عرضه نمایند که جایش در جامعه ما متاسفانه بشدت خالیست.
انتشارات محسن
Friday, August 04, 2023
در باره برخی از موازین سازمانی
لنین در شرایط امپریالیزم، اهمیت حیاتی حزب طبقه کارگر را روشن ساخت و اساس تیوریک ایجاد حزب پرولتاریا را در اثر جاودانهاش «چه باید کرد؟» متجلی ساخت و راه عام ایجاد حزب طبقه کارگر را در جنبش مارکسیستی جهان ترسیم نمود و با تاسیس حزب بلشویک بزر گترین دژ ارتجاع را در اروپا به زانو درآورد.
سازمان رهایی افغانستان
سازمان را تحکیم بخشیم
سالهای پیش از تجاوز روسها اوضاع طوری بود که سازمان میتوانست با فرصت و امکانات بیشتر به پرورش و تربیت ایدیولوژیک و سیاسی و ارتقای آگاهی اعضا به طور نسبتا وسیع و جامعی رسیدگی نماید اما با درگیر شدن-به طور روزافزون و عمیقتر- در جنگ مقدس رهاییبخش ضدروسی این امر بالاجبار نتوانست و نمیتوانست، با آهنگ رضایتبخش نظیر سابق به پیش رود.
سازمان رهایی افغانستان
Monday, June 19, 2023
فرزاد کمانګر، تلپاتی ښوونکی
پوهیدم چې علی حیدریان له کد سوران سره د اوین په زندان کې ده. علي مې له ۲۰۰۴ کال څخه چې په کوهستان کې وم پېژنده. د هغه پته مې له فرزاد څخه واخیستله. فرزاد وویل: علی په شپږم سالون کې ده. څومره مې غوښتل چې هغه وګورم. یوه ورځ پر خپل کټ په لوستلو بوخت وم چې د سالون له غږجګي )لوډ سپیکر( مې خپل نوم واورید، هادي امیني. کله چې له کوټې راووتم علی مې ولید.
جنګاور باهوز
باز تایپ «جامعهشناسی»
رفیق قاسمی در ٢۴ دلو ١٣۵٢ در اثر سکته قلبی به ناگاه چشم از جهان فروبست اما شاگردانی را در مکتب خویش تربیت نمود که راه و اندیشهﻫای جاودانهای وی را ادامه خواهند داد.
انتشارات محسن
Saturday, April 15, 2023
د نوې دموکراسۍ په اړه
یو ټاکلی فرهنګ (چې په ایډیالوژیکي توګه په پام کې نیول کېږي) د یوې ټاکلې ټولنې د سیاست او اقتصاد آزانګ (انعکاس) دی، او دغه فرهنګ په خپل وار په سیاست او اقتصاد لوی اغیز او نفوذ لري؛ اقتصاد بنسټ جوړوی، پداسي حال کې چې سیاست د اقتصاد لنډ بیان دی. دغه له یوې خوا د فرهنګ او بلې خوا سیاست او اقتصاد تر منځ اړیکو او برسېره پر دې د سیاست او اقتصاد تر منځ اړیکو په اړوند زمونږ بنسټیز نظر دی.
په دې توګه فرهنګ په یوې ټاکلې بڼه لومړۍ د سیاست او اقتصاد په وسیله یوه ټاکلې بڼه مومي او یواځې هغه وخت دی، چې په سیاست او اقتصاد اغیز او نفوذ اچوي.
مائوتسه دون
د دین راتلونکی
ببل چې خپله کارګر او د یو ټیټپوړي افسر ځوی و، د ویلیام لبکنخت تر اغیز لاندې مارکسیست شو او په کال ۱۸۶۷ کې کارګرانو هغه رایشتاګ (د آلمان پارلمان - ژباړونکی) ته نوماند کړ. که څه هم ببل د مارکس او انګلس له زدهکړو پیروي کوله او د بورژوازي له ایډیالوژي سره یې کلک مخالفت درلوده، خو د کارګرې طبقې د خلاصون لپاره یې حقوقي لارو ته ارزښت ورکاوه. هغه د «ګوتا په یووالي کنګره» کې مارکسیستي دریځ و نه نیوه او همدا ددې لامل شو چې د لاسال کړنلاره پیاوړی شي. د آلمان په ګوند کې د آنارشیستي ګرایشاتو پر وړاندې مبارزه کې هغه د لبکنخت په څیر دې خبرې ته ارزښت ورنکړ. هغه له اپورتونیزم سره مخالفت وکړ خو له اپورتونیستانو څخه د ګوند پاکول یې درک نکړل.
د بیلګې په توګه هغه ته په روسیه کې د منشویکي اپورتونسیتانو پر وړاندې د بلشویکانو پریکنده مبارزه د منلو وړ نه وه. له دې ټولو سربیره د آلمان پرولتاریا او نړیوالې پرولتاریا ته د ببل خدمتونه د هیرولو نه دي.
لنین د ببل ارزونې په اړه په تاریخ کې ولیکل: «په ټولو هیوادونو کې د کارګرې طبقې تدارک او منظمکول د پرولتاریا د خلاصون لپاره د نړیوالې مبارزې په تکامل کې اړینه مرحله ده او هیڅوک نشو کولای د هغې ځلانده دورې په ځانګړنو او دندو ترسره کولو کې له ببل سره پرتله کړو. کارګر ببل دې وړتیا ته ورسیده چې د سوسیالیستي اعلي عقایدو پر لور خپله لار پرانیزي او د کارګرانو په پیاوړي رهبر او دپانګوالۍ نظام څخه د کارګرانو د خلاصون او یو ښه ټولنیز نظام په راوستلو مبارزه کې د هغوي په استازي او ګډونوال بدل شو.»
د «دین راتلونکی» د اګوست ببل د «راتلونکي ټولنې» کتاب د څلورمې برخې ژباړه ده.
محسن خپرندویه
کله راستنېږې ورور جانه؟
کله چې درویشیان له جلالآل احمد، سیمین دانشور او امیرحسین عالمپور سره ملګری شوی له هغې وروسته یې د وړو کیسو په لیکول پیل وکړ. په خپلو کیسو کې د بیوزله خلکو ژوند انځوراوه او د هغه په وینا ټولو کیسو یې د هغو کلیوالو له ژوند څخه الهام اخیستی چېرې چې هغه د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.
درویشیان له صمد بهرنګي سره هم بلدتیا لرله او د هغه تر مرګ وروسته یې غوښتل چې لارې ته یې ادامه ورکړي. علی اشرف درویشیان په رئالیستي بڼه لیکوالي کوله او د صادق هدایت، بزرګ علوی، ارنست همینګوی، ګابریل ګارسیا مارکز او ویلیام فاکنری تر اغیز لاندی و.
درویشیان هم د پهلوی حکومت او هم د آخوندي رژیم پرمهال د سانسور لاندې و. هغه له ۱۳۵۰ کال څخه تر ۱۳۵۷ کال پورې د «له دې ولایت څخه» کتاب لیکلو او سیاسي کړنو په تور درې ځله بندي او په لیکلو یې بندیز ولګیده.
علی اشرف درویشیان د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۴مه له یواوږد رنځ وروسته د مغزي سکتې له امله ومړ. هغه ویلي و: «په پايله کې به د ويجاړونکو چړې زمونږ له وینې زنګ ووهي او د دار پړي به یې وراسته شي او لړزيدلي او ککړ لاسونه به یې ستړي شي. خو زمونږ د ملګرو ځلانده فکرونه به هر چېرې ريښې وځغلوي.» (ورېځې کلونه)
محسن خپرندویه
د افغانستان د پنځه لسېزو لنــډ تـاریـخ
په دې کتاب کې اماني دورې او د افغانستان مشروطهغوښتونکو مبارزو ته لنډه کتنه شوې ده او ورپسې د هېوادپلورونکو خلقیانو او پرچمیانو واکمنۍ او د شوري یرغل، د روسې ضد مقاومت او د تنظیمونو او مرتجع بنسټپالو خاینانه کړنو او د ځناورخویه طالبانو راتګ او د امریکا او ناټو له لوري د افغانستان نیواک په اړه تشریحات ورکړل شوي دي. ورسره په دې پېښو کې ښکیل څېرو انځورونه هم راوړل شوي دي.
محسن خپرندویه

























